د ځوان کهول ملي ټولني ژباړه او ادب کمیټه را وسپارل شوه.
په عمر کشر خو په عقل مشر!
ښاغلی بایزید يون د ځوان کهول ملي ټولني د ادب او ژباړي کمېټې مشر وټاکل سو.
د ښاغلي بايزيد يون پېژندنه په لاندي ډول ده.
ښاغلی بایزید یون دعبدالسلام یون زوی دعبدالعلی یون لمسی دی چې په (۱۳۸۴/۱/۲۷=۲۰۰۵/۴/۱۶) هرات ولایت کې زیږدلی. نوموړی خپل لومړنۍ دینی زده کړیی دارالعلوم صدیقیه کې لوستی، تر دا مهاله یی صرف،نحو،منطق،فقه او څه ناڅه حدیث اوتفسیر هم لوستی. دهمدغه مدرسه څخه په ۱۳۹۴ کې د قرائت پګړی وتړله. اوس د کوچیانو عالی لیسه د لسم ټولګي زده کونکي دی. همدارنګه په ۱۳۹۸ کال کې د X_pert_i_t_t_c
نړیوالي اکاډمی څخه د انګریزی ژبې سرتفیکت تر لاسه کړي.
کم متل چې پخوا کې خلګو ویلو:(په عمر کشر په عقل مشر) دغه متل ډېر په ځای دي ځکه زه چې ښاغلی بایزید یون ته ګورم بس دي هم په عمر کشر په عقل مشر دي دنوموړی ډېري راډیویی مرکي ما اورلیدلي او په ډېرو ادبي غونډو کې دده ویناوی می هم لېدلي چې هرکله یې د مخاطب پام خپلي خواته راګرځولی چې دا ټول دده په کلام کې د فصاحت او بلاغت نښه ده.
بایزید یو تکړه لیکوال او ادیب هم دي دشعر په قانون ډېر ښه پوهیږي او تر دا مهاله یې ځینې کتابونه لیکلي او ژباړلي لکه :
میرویس نیکه
غازی احمدشاه بابا
غازی امان الله خان
لیکلي او د بریا خبرې په نوم کتاب یې ژباړلي.
بایزید یون تر خپل طاقته د پښتو ژبې د پیاوړتیا لپاره هڅې کړي چې د بیلابیلو ادارو لخوا څخه دده هڅې ستایل شوي.
په هرات ولایت کې چې کمې غټې علمي سیالۍ رامنځته سوی بایزید ډېر ښه په کې ځلېدلي. بایزید که څه هم د غریبي کورنۍ پیداوار دی خو سوچ او فکر یې ډېر لوړ دي. و بایزید ته د ژوندانه چارو کې د لا زیاتو بریاو په هیله یو.
د نورو معلوماتو لپاره دځوان کهول فیسبوک پاڼه وګوري.
نظرات
ارسال یک نظر